د اقتصادی اوسیاسي ونډې دوام
دکتور طاوس وردک دکتور طاوس وردک

لسمه برخه او اخري برخه .
:-
د حزب دیموکراتیک خلک افغانستان ستراتیژی هراړخیزه علما تنظیم شوې وه او ټول بخشونه ېې د افغانستان د موقیعیت او حالاتو سره،سره په نظرکې نیولو سره همیشه په دقیق صورت سره د رهبرۍ له خوانه مدیریت کیده په سیاسي برخه کې ېې هم ډیرې لاس ته راوړنې لرلې او په اقتصادی برخه کې په سر ددې چې دهري خوانه دترقۍ او ازادۍ ضد دشمنان هر چیري خنډکیدل خو د دولت له خوانه دغه ستراتیژی په ښه ډول سره تطبیق کیده مثلا په نظامی برخو کې د حزب دیموکراتیک لاس ته راوړنې خورا ډیرې وې داسې نه وه لکه نن چې غربیان  د کرزي دولت ته دشمنان لمسوي یعنې ( طالبان - حقانی او حکمتیار )  یا ېې وسله وال کوي حزب دیموکراتیک خلک افغانستان یو ډیر قوي نیرومند وسله وال پوځ جوړ کړۍ وو او په ډیرو مدرنو وسلو او محاربوي تخنیک ېې سمبال کړۍ وو او هغه ټول د ببرک کارمل په مشرۍ عملي شوي وو او ډیر زیات کدرونه ېې په خارج او داخل کې روزلي وو چې بیا وروسته د مجاهدینو په رارسیدو سره هم وسله وال پوځ تار او مار شوو او هم کدرونه دیوه سره ( ډي ډي آر ) شول او نن کچالو فروشي کوي په اقتصادی برخه کې زموږدولت نوي بانک نوټونه چاپ کړل چې ملي تاریخی نشانونه ېې درلودل ، ملی بیرغ بیرته احیا شوو ، فابریکې او مطبعی جوړیدې ، خصوصي - شخصي - دولتی او کوپراتیفی اقتصاد موجود وو ، په تیلو- بورې او نورو خوراکی توکو دولتی انحصار موجود وو داسې انارشیزم لکه نن د بازار ازد په نامه چا نه شواي تحمل کولای  ، معارف او لوړو تحصیلاتو ته خاصه پاملرنه کیده او پوهنتونونه په مرکز او ولایاتو کې جوړیدل - تلویزیونونه او تیاتر ته توجه زیاته وه - دفلم او هنر په برخه کې زیات کارونه تر سره کیدل - د اتومی انرژۍ د پاره پلان جوړ شوۍ وو چې محراب الدین پکتیا وال دمالې وزارت پخواني معین او دبودجې لوی ریس دوزارت دفاع  د قرارګاه افسرانو ته د دارلامان د قصر په بیضوي تالار کي چې یو له هغو ګډون کونکو څخه زه هم وم هغه پلان او پروژه تعریف کړه ، د ساختمان په برخه کې ډیر پرمختګونه وشول چې د مکروریانو او افسرانو د کورونو دجوړیدو بلاکونه نن په هر ځای کې لیدل کیژي - دترانسپورت په برخه کې ډیر پرمخ ټګ شوۍ وو چې هلته ۴۰۰۰ کاماز موټران فعال وو ، د ملي بس پروژه د ترالیبوس بسونو په شمول فعاله وه ، د نفتی مواد او خوراکي موادو کمبود نه احساسیدو ، د ښځو ازادۍ ته زیاته توجه کیده او ښځینه او نجونې سرلوڅې ګرزیدې ،د صحت په برخه کې ډیرکار شوۍ وو او د زراعت او معادنو په برخه کې عملي کارونه روان وو د میسو معدن فعال وو - دهرات دسمنټو فابریکه جوړه وه - دغوري د سیمنټو فابریکه فعاله وه ، د ذغالو معادن فعال وو ، د جنګلک په فابریکه کې د فلزاتو دولې کیدو( ذوب )   بټۍ د ببرک کارمل په مشرۍ پرانیستله شوه، خو نن د مجاهدینو د برکته د جنګلک فابریکه درجه یک نسواراو هیرویین جوړوي ، د پلچرخي مدرنه مطبعه د المان دیموکراتیک په مالي لګشت جوړه شوه - د مخابراتو ۱۸ منزله تعمیر د بلغارېې په مالي لګشت جوړ شوو - د نور شفاخانه هم جوړه شوه - ننۍ دتعلیم او تربېې پوهنتون جوړ شوو چې کرزي خاین دیوه مرتجع او وینه چښونکې په نامه ونومولو ، ملي ارشیف او ملي ګالري جوړ شول ، د خادله پاره تعمیرونه او کارمندانو ته ېې بلاکونه جوړ شول او دوزارت داخلي افسرانو ته بلاکونه جوړ شول او دشاروالۍ مامورینو ته هم بلاکونه جوړ شول د وزارت داخلې او امنیت ملي روغتونونه جوړ شول ،خلاصه چې په ټولوبرخو کې مثبت کارونه تر سره شول ، دغه ټول دببرک کارمل په رهبرۍ جوړ شوې دي هغه وخت په ټولو برخو کې هم تاکتیکي وظایف اوهم ستراتیژیک وظایف په غور او دقت سره عملي کیدل او دهیچا شخصي قصرونه - مانۍ په داخل او خارج کې نه وې ، او یوه مامور د دولت یا قووای مسلح افسر لکسیز او نوی موډل موټران نه پیژندل وزیران بیدون له تعقیبې موترانو او محافظینو خپلو ادارو ته تلل ، د وزارتو او ګارد لارې خلاصې وې او سمنټي دیوالونه نه وو رواج ، انتحاری د جلال اباد نه نه شوای راتیریدلای ځکه موږ منظم خاد او کشف درلودلو ، شیر پور یوه نظامی تاریخی قشله وه او د ۲۲مې انتقالاتی لوا قوماندانی هلته وه چې قوماندان ېې ننۍ دګر جنرال عزیزرالرحمان کوهستانۍ وو او زما ډیر دوست وو ، نن می هم دوست دی ، د غواګانو فارمونه په ریشخورو او چهار اسیاب کې او همدارنګه په ګذرګاه کې زما د لیکنو ښه اثباتیه دلایل شمیرل کیژي ،مقصد می داوو چې د ببرک کارمل ستراتیژیک پلان د ( دیورند خط له منځه وړل او د ګوادر بحري بندر زموږ تاریخی بندر رسمیت پیدا کولووو او په ډیر تاسف سره چې نن بیا کرزي نواز شریف دغه د افغانستان د ملي پوځ او زموږ د ملي حاکمیت لوی دشمن ته وعده سپارلې چې په دیورند خط پوستې ایجاد کړې او د کنر د برق بند شزیک د پاکستان سره جوړ کړي ( زه د شریک ) په معني پوه نه شوم که د پاکستان مطلب له شریک نه دا وي چې پرویز مشرف ویل افغانستان همارا پانچ سوبه هې ، نو خاینو کرزۍ شاه او سپنتاشاه وطن پلورونکو تاسې زموږ د خرڅولو حق نه لرۍ او زموږ یوه لویه پروژه باید پاکستان جوړه نه کړي او زموږ مشر ببرک کارمل اتومی انرژي افغانستان ته جوړول - دبرق لوی بندونه شروع  شول چې یو له هغو نه د هرات دسلما بند وو چې تونل ابګردان ېې د ببرک کارمل په وخت کی تکمیل شوو) خو متاسفانه چې تر ننه د ایران دمداخلو په اساس تکمیل نه شوو ،رابه شوو د مجاهدینو او طالبانو دوران ته چې هیڅ ډول ستراتیژیک پلان  دوی نه درلودلو او نن ېې هم کرزی شاه نه لري که اقای اسپنتا خان یا بل خان واي چې شته نو ماته ووایاست چې  دوسله وال پوځ ستراتیژی څه ده ( یعنی خلع سلاح وسله وال پوځ باید موجود وی  ۶۰۰۰ ټانکونه او ماشینونه محاربوي اوزره پوشونه څه شول - ۴۰۰ هلیکوپترونه څه شول - ۳۵۰ جټ طیارې څه شوې ـ اورګان - سکاټ - لونا او بي ایم ۲۱ ټوپچي څه شول، د ببرک کارمل په رژیم کې  مکروریان په ۴۰۰۰۰ ډالره د ۴۰ کالو په موده قسط دولت هر چا ته ورکول او دمکروریانو جوړیدل تر میدان هوایی پورې ورسیدل نن یو کور دولتی مامورینو ته په ۴۰۰۰۰ ډالره او ۳۰کالو قسط نه ورکوي او ۴۸ غول سرمایه هیوادونه هم ورسره ولاړ دي چې هم دغرب او هم دکرزي له پاره دلوی شرم ځای دی ، نه یوازې چې کورونه ېې مامورینو ته جوړ نه کړل زموږ اپارتمانونه ېې را نه غصب کړل دغوته بیا اسلام وايي مرګ په داسې مسلمانانو او غاصبینو او تر ننه دغه ۱۲ کاله د وسله وال پوځ داکمالاتو کوم ستراتیژیک پلان دکرزي دولت لري ؟؟؟؟؟؟؟همدا رنګه  د ژوند په تولو برخو کې ما ته یوستراتیژيک  پلان را وښۍۍ، واي موږ دسرمایه داري لاره تعقیبوو اود بازار ازد  اقتصاد مو غوره کړۍ چې یو دیر غلط کار دی او زموږ اقتصاد دانان په افغانستان غونته هیواد کې د بازار ازد په ماهیت نه پوهیژی امید واره یم دغه لویه نقیصه محترم اشرف غني احمد زۍ اصلاح کړي  ؟؟؟؟
بل اخره دهر هیواد اقتصادی او سیاسي ستراتیزیک پلان او دهغو نقش د دفاعی سیاست یا دفاعی ستراتیژۍ جز بلل کیژي، د اقتصاد نقش په سیاست کې هم تعینونکۍ دی لکه په تعریف دسیاست کې مو چې زده کړل ګویا ( سیاست فشرده اقتصاد است )، اوس که زموږ دشمن یو سړي - یو حکومت - یو هیواد وي باید دهغو ضعیفه نقطه( خوږ ګوته )  یعني هغه ځای پیدا کړو چې هغه ورباندې فلجیژي یا ډیره ورته خوږیژي ګویا اسیب پذیره نقطه ددشمن باید تر ضرباتو لاندې ونیول شي،د اقتصادي جنګ تاثیرات په خاص ډول عبارت دی له :
۱- د عامو خلکو په روحیه او مورال ضربه واردول .
۲ - که چیري زموږ اقتصادي انډول د دشمن سره مساوی وو ، نو باید په دشمن ضربات پیهم وارد شي خو داسې ونه شي چې موږ ډیر مصارف ولرو توازن باید رعایت کړو .
۳ - دیوه کاذب حالت غوره کول .
۴- دخپل قوتو او دشمنانو مهارتونه باید همیشه تر مطالعی لاندې ولرو چې موږ ته د سرماې حیثیت لري.
۵ - په ژوند کې د خپل توان او وس په اندازه یوه ارزو لرل،( بري دلومړي ګام په اخیستلو سره شروع کیژي) ، لکه اشرف غني احمد زي چې ځان کاندید او خپل توان او زور ېې په ځان او ملګروکې لیدو نو د ریاست جمهوري د کمپاین میدان ته را ووتو او یقین لرم چې دا ځلې برۍ تر لاسه کوي .
ما زیادتره په نظامی برخو کې دستراتیژۍ په موضوعاتو ډیرې مختصرې لیکنې درلودلې هیله مند یم درته په زړه پورې تمامې شوې وي .
چون ستراتیژي د سیاست هراړخیز پلانیزه پروګرام ته ویل کیژی بهتره ده لږ د سیاست دتعریف او د هغو په اشکالو او ځنو برخو هم رڼا واچوم ،
وايي سیاست دژوند مالګه ده ،وايي سیاست د ژوند کولو او ادامی ته هم ویل کیژی همدارنګه سیاست د لارو چارو زده کولو او له دی طریقه ددشمن درا پرزولو او دمخالفینو سره د ناندرۍ ویلو او ځان لوی بری ته درسولواو بل اخره ددشمن ماتولو او را څملولوته هم وايي ،خاصتا لکه چې وايي ( سیاست د اقتصاد فشرده ده ) ګویا که د اقتصاد قوی وو نو په مختلفو ډګرو کې په مختلفو لارو او نظریاتو دشمن ته ماتې ورکولای شې ،ددولتونو اقتصادی- نظامی - کلتوري - فرهنګي - اداره کولو او او جوړښت ته هم سیاست ویل کیژي، همدارنګه سیاست د خلکو را ټولولو- تنظیمولو - رهبری کولو - او مختلف احزاب په یو یا څومرکزو کې را غونډولو ته هم سیاست وايي ، د حکومت کولومختلف میتودونه ، او دعامو خلکو دکار او مشغولیت او بهره بردارۍ په تنظیم شویو نظریاتی او ایدیالوژیکي برخوردو باندې د حکومت له خوانه اغیزه لرلو ته هم سیاست وايي ، ددولت ادارې او منجمنت ته د اجتماعي علومو په عامو اصولو باندې هم یو ډول سیاست دی ، دهیواد د خلکو په ټولو اجتماعی وقایعو او د ژوند په اموراتو کې ونډه او ګډون کولو ته هم سیاست وايي .
سیاست ( پولیټیکس )  یونانې ( پولیټیکوس )  نه اخیستل شوې اصطلاح ده چې د یوه هیواد په خلکو اړه لري او د هیواد په جمعی تصمیم باندې اړه لري چې په واقعیت کې ( د حکومت رهبري په ادارو - اکادمیکو - مذهبي - نظامی - داخلی او خارجي روابطو - چې دیوې معینې پالیسۍ له پاره غوره ، علمی ، مشخصه لاره تعینوي عبارت دی .
دسیاست مهم او غوره بخشونه ::
سیاسي عناوین - دنړۍ سیاست مداران - سیاسي تقسیمات - سیاسی تاریخ - دنړۍ سیاسي تاریخ - سیاسي فلسفه - سیاسي علوم - سیاسي سیستمونه - چې بیا په مجموع کې عبارت دی له ( دیموکراسۍ - فیدراسیون - فیدرالیزم - پرالمانتاریزم - مونارخي ( شاهي ) - صدارتي - نیمه صدارتي - تیوکراسي - سرمایه داري - کمونستي - انارشي - مشترک اقتصاد - دیکتاتوري - شهرداری - رهبري ) ته شامل شیان دي .
       دسیاست شیره او عصاره په دیپلوماسۍ پورې اړه لري او د دیپلوماسۍ اصطلاح غربیانو منځ ته راوړې ده او فرانسویانو - رومیانو - یونانیانو دغه اصطلاح دجنګ نه دمخ نیوي په خاطر منځ ته راوړې ده او همدا رنګه د ( کپیتالستانو - کمونستانو - فاشستانو - او نظامي ګرانو - کلیسا او رنګ رنګ مذهبیونو ) له نظره باید دغه اصطلاح څه وخت - څنګه - دچا له خوانه - په ډیرو کمو امکاناتو سره (( یعني دقدرت نه د اعظمی استفادې کولو ته )) ته وايي لکه ولادیمیر پوتین چې وايي ( تا جای که زور باشد به دیپلوماسې ضرورت نیست ) ، ګویا دیپلوماسي ( دټولو موجوده امکاناتو نه دخپل هیواد د ملي ګټو د ساتلو په خاطر په بین المللي ډګر کې عبارت دی له دیپلوماسۍ نه ) ،دیپلوماسې یو هنر او فن دی،یعني په هر ډول چې وي باید دشمن -حریف- مقابل لوري ته  ماتې ورکړې او خپله اراده ورباندې قبوله کړې تر څو هدف تر لاسه کړې ، زموږ په هیواد کې ددیپلوماتانو د نشته والي له کبله د کرزي په حکومت همیشه پاکستانۍ دیپلوماسۍ  برلاسۍ درلودلو او تر ننه پورېېې لري  ، یقین لرم چې په انتخاباتو کې هم په کرزي او پلویانو ېې د پاکستان - ایران -عربانو او غربیانو دیپلوماسي ژور تاثیر لري او هرومرو به د انتخاباتو پروسه جنجالمنه کړي،قدرمنو لوستونکو او وطندارانو د ستراتیژۍ او سیاست ژور ه مطالعه او برخې ډیرې زیاتی دی په اجتماعی - اقتصادی - سیاسي - فرهنګي او کلتورې برخو کې د اقتصاد پوه، محترم دکتور اشرف غني لس کلن پروګرام مطالعه کړې .
دستراتیزیکې موضوع پای





November 9th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي